Вход на сайт

Просмотр новости

Найдите то, что Вас интересует

په لیکوال سلمان رشدي باندې بریدکوونکی د قتل د هڅې په تور مجرم وبلل شو

Дата публикации: 23-02-2025 00:13:00

واشنګټن — د امریکې د نیویارک ایالت په یو عدالت کې منصفه پلاوي د جمعې په ورځ هادي مطر له دې کبله مجرم وپېژانده چې ورباندې تور وو چې په 2022م کال کې یې د "شیطاني آیتونو" د ناول د لیکوال سلمان رشدي د وژلو هڅه کړې وه.
27 کلن مطر د 2022م کال د اګست په 12مه هغه وخت سلمان رشدي څو ځله په چاقو وواهه چې هغه په یوه تعلیمه اداره کې خلکو ته وینا کوله. په برید کې د سلمان رشدي یوه سترګه ناکاره شوې وه.
هادي مطر د امریکې په کېلیفورنیا ایالت کې زېږېدلی خو کورنۍ یې د لبنان ده.
په عدالت کې د شواهدو او ثبوتونو وړاندې کولو عمل اووه ورځې روان وو او پخپله 77 کلن سلمان رشدي پکې مهم شاهد وو.
بریدکوونکی هادي مطر بیا له خپلو مدافع وکیلانو سره چوپه خوله ناست وو او د عدالتي بېنچ یا منصفه پلاوي د پریکړې د اعلان پر وخت یې هیڅ ډول غبرګون ونه ښود خو کله چې پولیسو هغه له عدالته په زولنو کې بهر را ایسته څو ځله یې چیغې کړلې چې "فلسطین آزاد کړئ".
د مطر سرکاري مدافع وکیل نتانیل بیرون وویل چې مؤکل یې د منصفه پلاوي په پریکړه باندې ناهیلی دی خو وایي هغه دې پریکړې ته په بشپړه توګه چمتو وو.
د نیویارک ضلعي څارنوالانو د عدالتي پرېکړې په مهال هغه ویډیو هم منصفه پلاوي ته وښوده چې پکې ښودل کېده برید کوونکی د خلکو له منځه پاڅېږي، د سټیج په لور ځي او په سلمان رشدي په داسې وخت د چاقو څو وارونه کوي چې هغه وینا کوي.
څارنوالانو وویل په غونډه کې ډېر خلک ناست وو خو بریدګر یوازې سلمان رشدي په نخښه کړ.
د مطر مدافع وکیل بیا دلیل وړاندې کاوه چې سرکاري څارنوالانو دا نه کړه ثباته چې بریدکوونکی د سلمان رشدي د وژلو نیت درلود. دوی وویل چې له مطر سره بم یا وسله نه بلکې یوازې چاقوګان وو.
قاضي امر کړی چې هادي مطر دې د روان کال د اپرېل میاشتې په 23مه عدالت ته حاضر کړی شي چې سزا یې اعلان شي. کېدای شي چې هغه تر 25 کلونو پورې د بند له سزا سره مخ شي.
د امریکې د انصاف وزارت ویلي دي‌ چې مطر د 2020م د ستمبر له میاشتې راهېسې د رشدي په ضد د حزب الله د فتوا د عملي کولو لپاره له دغې ډلې سره د مادي مرستو د برابرولو هڅه کوله.
سلمان رشدي د امریکې او برتانیې اوسېدونکی دی او په نیو یارک کې ژوند کوي. په 1988 کال د ایران پخواني مشر آیت الله خمیني، «د سېټېنیک ورسیز» یا «شيطاني آیتونه" په نوم د ناول د لیکلو له کبله په رشدي باندې د مرګ فتوا ورکړې وه.
رشدي او د هغه کتابونه
په خټه هندي برتانوی 77 کلن سلمان رشدي د لیکوال په توګه په 1981م کال کې هغه وخت مشهور شو چې د Midnight's Chidlren [د نیمې شپې ماشومان] په نوم ناول یې چاپ شو. دغه کتاب بکر پرایز هم ګټلی دی.
خو په نړیواله کچه هغه د خپل لانمجن کتاب The Satanic Verses [شیطاني آیتونه] له کبله ډېر شهرت لري چې مسلمانان يې د اسلام سپکاوی ګڼي او په ضد يې په نړيواله کچه مظاهرې هم شوې وې چې پکې تر څلوېښتو پورې کسان وژل شوي‌ وو.
اسوسیېټیډ پریس وايي ایران پر دغه ناول هغه مهال بندیز لګولی وو او په 1989م کال کې د ایران روحاني مشر ایت الله روح الله خمېني د رشدي د قتل فتوه جاري کړې وه. ایران د رشدي د قتل په سر درې میلینه ډالر انعام هم اعلان کړی وو.
سلمان رشدي تر یو درځن زیات کتابونه لیکلي چې ځینې یې ناولونه دي او اکثر کتابونه یې د نړۍ ګڼ شمېر ژبو ته ژباړل شوي دي، د ده لانجمن کتاب «شیطاني آیتونه» هم ډېرو ژبو ته ژباړل شوی، خو د پاکستان په ګډون تر شل زیاتو هېوادونو پر دې کتاب بندیز لګولی وو.
په 1991 کې د دې ناول جاپاني ژباړونکی په چاقو ووژل شو او ایټالیایي ژباړونکی یې سخت ټپي شو. د ناول نارویجی خپروونکی په 1993م کال کې په اوسلو کې له خپل کوره بهر درې ځله په ډزو وویشتل شو او سخت ټپي شو.
اې پي خبري ایجنسۍ وایي وايي د مرګ ګواښونو او د هغه پر سر تر انعام وروسته رشدي ډېره موده پټ ژوند شروع کړ او د برتانيې حکومت ورته محافظ ورکړ چې 24 ګنټې به له هغه سره وو.
احمد سلمان رشدي د 1947م کال د جون پر 19مه د برتانوي هند په مهال په یوه مسلمانه کشمیري کورنۍ کې په ممبۍ کې زېږېدلی، د ژوند زیاته برخه یې په لندن کې تېره کړې او په 2000م کال کې امریکې ته راغلی او په 2016م کال کې یې د امریکې شهریت هم اخیستی وو.

Основное содержимое страницы с новостью.

واشنګټن — 

د امریکې د نیویارک ایالت په یو عدالت کې منصفه پلاوي د جمعې په ورځ هادي مطر له دې کبله مجرم وپېژانده چې ورباندې تور وو چې په 2022م کال کې یې د "شیطاني آیتونو" د ناول د لیکوال سلمان رشدي د وژلو هڅه کړې وه.

This item is part of

Схожие новости

#Наименование новостиТональностьИнформативностьДата публикации
1Напавшего на писателя Салмана Рушди признали виновным в терроризме010.9330-07-2026
2L'assaillant de Salman Rushdie reconnu coupable de terrorisme aux États-Unis04.6630-07-2026
3В США убийца гражданина России получил два пожизненных тюремных срока0023-01-2019
4Власти США обвинили двух хакеров в кибератаке с целью мести за смерть Сулеймани0015-09-2020
5Суд в Иордании приговорил к смерти террориста, атаковавшего туристов в 2019 году0012-01-2021
6אברהם חדי מרמת גן מואשם בניפוץ דלתות הכניסה ל"הארץ" ולחדשות 12014.1712-08-2026
7За убийство рэпера Нипси Хассла мужчину приговорили к 60 годам тюрьмы0023-02-2023
8AP: в США признали виновным Сайфулло Саипова, устроившего теракт в Нью-Йорке в 2017 году0026-01-2023
9Суд в Иране оставил в силе смертный приговор главе новостного портала Amad News0008-12-2020

Классификация: Международные. Схожих патентов: 0. Схожих новостей: 9. Тональность: 0. Информативность: 4.42. Источник: www.voadeewanews.com.