Вход на сайт

Просмотр новости

Найдите то, что Вас интересует

هند او یورپي اتحاد ژمنه کړې د ازاد تجارت تړون به پياوړی کوي او اړیکې به زیاتوي

Дата публикации: 01-03-2025 03:21:00

واشنګټن — د هند وزیراعظم نریندرا مودي او د یورپي کمشن مشرې اورسلا وون ډیرلېین د د جمعې په ورځ په هند کې له خبرو اترو وروسته اعلان وکړ چې هند او یورپي اتحاد پر دې متفق شوي چې د روان کال تر پایه به د ازاد تجارت تړون بشپړ کړي.
د هند او یورپي اتحاد تر منځ له کلونو راهیسې روانو خبرو اترو په پام څېړونکي وايي تړون ته ډېره بیړنی اړتیا ده ځکه د امریکې د صدر ډنلډ ټرمپ د محصولاتو ګواښ ډېر هیوادونه هڅوي چې له امریکې بهر بازارونو ته رسایي زیاته کړي.
وون ډیرلېن د یورپي اتحاد د هیوادونو له مشرانو سره نوي ډیلي ته سفر کړی او د هند له وزیراعظم سره تر خبرو اترو وروسته هغې هند یو "همخیال ملګری" وباله او ویې ویل:
"موږ خپلو ټیمونو ته دنده سپارلې ده چې د ازادې سوداګرۍ تړون ته د حتمي شکل ورکولو لپاره په دې رفتار باندې کار وکړي".
دواړو خواوو د خپلې دفاع او امنیتي ملګرتیا د زیاتولو په اړه هم بحث وکړ. وزیراعظم مودي وویل دوی د تجارت، ټیکنالوجۍ، پانګونې او امنیت په څېر برخو کې د "همکارۍ لپاره یوه خاکه" تیاره کړې ده.
له نریندرا مودي سره تر لیدنې مخکې مېرمن وون ډیرلېن وویل، یورپي اتحاد او هند "د دې پیړۍ له تعریفوونکو شراکت داریو څخه د یوې وړتیا لري" او وایي دا وخت دی چې خپله سټرېټیجیک ملګرتیا "وړاندې کچې ته" ورسوي.
مېرمن وون ډیرلېن وویل، "د یورپي اتحاد او هند ترمنځ د ازاد تجارت تړون به په نړۍ کې د دې ډول تر ټولو لویه معاهده وي. دا وخت دی چې عملي او زیات هیله من اوسو او د نن ورځې د حقیقتونو لپاره خپل ترجیحات بیا ترتیب کړو."
صدر ټرمپ ویلي دي هغه به له یورپي اتحاده په درآمداتو باندې 25 فیصده ګمرکي محصولات ولګوي. د دوه اړخیزو ټیکسونو لپاره د هغه پلانونه به امریکې ته د هند برآمداتو اغېزمن کړي.
یورپي اتحاد په شیانو کې د هند تر ټولو لوی تجارتي شریک دی، چې په 2023- 24 کې یې دوه اړخیز تجارت تر 130 ارب ډالرو زیات وو.
د هند او یورپي اتحاد تر منځ خبرې اترې ډېر کلونه وړاندې پیل شوې وې خو په 2021م کال کې تر بیا پیل کېدو مخکې اته کاله درېدلې وې.
مهم بنیادي ټکي هند ته په مهمو یورپي درآمداتو لکه موټرو، ویسکي او واینو باندې د محصولاتو کمولو په اړه د نوي ډیلي کمه دلچسپي وه او یورپي اتحاد بیا د هندي مسلکي کسانو لپاره د ویزې د محدودیتونو په کمولو کې د نوي ډیلي غوښتنې ته لېوالتیا نه څرګندوله.
هند د ارزانه دارو درملو او کیمیاوي موادو لپاره هم د یورپي اتحاد هېوادونو ته ډېره رسایي غواړي.
هندوستان د نړۍ پینځم لوی اقتصاد دی چې لویه برخه منځنۍ طبقه لري او د یو په زړه پورې بازار په توګه ورته کتل کیږي خو لوړ حفاظتي خنډونه لري.
هند او برتانیې هم د دې اوونۍ په پیل کې نوي ډیلي ته د برتانیې د تجارت او کاروبار د وزیر جوناتن رینالډس له سفر سره د سوداګرۍ خبرې اترې بیا پیل کړې.
د هند د تجارت وزیر پیوش ګویل وویل دواړه هیوادونه هدف لري چې په یوه لسیزه کې دوه اړخیز تجارتي دوه چنده کړي. رینالډس وویل د سوداګرۍ تړون کول د هغه د حکومت لپاره "لومړۍ ترجح" ده.


Основное содержимое страницы с новостью.

واشنګټن — 

د هند وزیراعظم نریندرا مودي او د یورپي کمشن مشرې اورسلا وون ډیرلېین د د جمعې په ورځ په هند کې له خبرو اترو وروسته اعلان وکړ چې هند او یورپي اتحاد پر دې متفق شوي چې د روان کال تر پایه به د ازاد تجارت تړون بشپړ کړي.

د هند او یورپي اتحاد تر منځ له کلونو راهیسې روانو خبرو اترو په پام څېړونکي وايي تړون ته ډېره بیړنی اړتیا ده ځکه د امریکې د صدر ډنلډ ټرمپ د محصولاتو ګواښ ډېر هیوادونه هڅوي چې له امریکې بهر بازارونو ته رسایي زیاته کړي.

وون ډیرلېن د یورپي اتحاد د هیوادونو له مشرانو سره نوي ډیلي ته سفر کړی او د هند له وزیراعظم سره تر خبرو اترو وروسته هغې هند یو "همخیال ملګری" وباله او ویې ویل:

"موږ خپلو ټیمونو ته دنده سپارلې ده چې د ازادې سوداګرۍ تړون ته د حتمي شکل ورکولو لپاره په دې رفتار باندې کار وکړي".

دواړو خواوو د خپلې دفاع او امنیتي ملګرتیا د زیاتولو په اړه هم بحث وکړ. وزیراعظم مودي وویل دوی د تجارت، ټیکنالوجۍ، پانګونې او امنیت په څېر برخو کې د "همکارۍ لپاره یوه خاکه" تیاره کړې ده.

له نریندرا مودي سره تر لیدنې مخکې مېرمن وون ډیرلېن وویل، یورپي اتحاد او هند "د دې پیړۍ له تعریفوونکو شراکت داریو څخه د یوې وړتیا لري" او وایي دا وخت دی چې خپله سټرېټیجیک ملګرتیا "وړاندې کچې ته" ورسوي.

مېرمن وون ډیرلېن وویل، "د یورپي اتحاد او هند ترمنځ د ازاد تجارت تړون به په نړۍ کې د دې ډول تر ټولو لویه معاهده وي. دا وخت دی چې عملي او زیات هیله من اوسو او د نن ورځې د حقیقتونو لپاره خپل ترجیحات بیا ترتیب کړو."

صدر ټرمپ ویلي دي هغه به له یورپي اتحاده په درآمداتو باندې 25 فیصده ګمرکي محصولات ولګوي. د دوه اړخیزو ټیکسونو لپاره د هغه پلانونه به امریکې ته د هند برآمداتو اغېزمن کړي.

یورپي اتحاد په شیانو کې د هند تر ټولو لوی تجارتي شریک دی، چې په 2023- 24 کې یې دوه اړخیز تجارت تر 130 ارب ډالرو زیات وو.

د هند او یورپي اتحاد تر منځ خبرې اترې ډېر کلونه وړاندې پیل شوې وې خو په 2021م کال کې تر بیا پیل کېدو مخکې اته کاله درېدلې وې.

مهم بنیادي ټکي هند ته په مهمو یورپي درآمداتو لکه موټرو، ویسکي او واینو باندې د محصولاتو کمولو په اړه د نوي ډیلي کمه دلچسپي وه او یورپي اتحاد بیا د هندي مسلکي کسانو لپاره د ویزې د محدودیتونو په کمولو کې د نوي ډیلي غوښتنې ته لېوالتیا نه څرګندوله.

هند د ارزانه دارو درملو او کیمیاوي موادو لپاره هم د یورپي اتحاد هېوادونو ته ډېره رسایي غواړي.

هندوستان د نړۍ پینځم لوی اقتصاد دی چې لویه برخه منځنۍ طبقه لري او د یو په زړه پورې بازار په توګه ورته کتل کیږي خو لوړ حفاظتي خنډونه لري.

هند او برتانیې هم د دې اوونۍ په پیل کې نوي ډیلي ته د برتانیې د تجارت او کاروبار د وزیر جوناتن رینالډس له سفر سره د سوداګرۍ خبرې اترې بیا پیل کړې.

د هند د تجارت وزیر پیوش ګویل وویل دواړه هیوادونه هدف لري چې په یوه لسیزه کې دوه اړخیز تجارتي دوه چنده کړي. رینالډس وویل د سوداګرۍ تړون کول د هغه د حکومت لپاره "لومړۍ ترجح" ده.

This item is part of

Схожие новости

#Наименование новостиТональностьИнформативностьДата публикации
1Трамп не стремится заключать торговую сделку с ЕС0016-07-2025
2Трамп заявил, что подпишет торговое соглашение с Индией, если оно будет выгодно США0012-02-2020
3Рубио сообщил о завершении торговой сделки США и Индии5727-06-2026
4Von der Leyen i Costa chcą dopiąć umowę dużo potężniejszą, niż ta z Mercosurem07.325-01-2026
5ټرمپ د نریندرا مودي سره په کتنه کې د امریکا نه د دفاعي سامان او توانایۍ په اخېستو ټینګار کوي04.913-02-2025
6India, EU working to finish legal scrubbing of FTA text in 15-20 days: Piyush Goyal 3706-07-2026
7Индия и Япония подписали более ста соглашений по безопасности и технологиям5703-07-2026
8CNBC's Inside India newsletter: Why an India-U.K. trade deal does not make U.S.-India agreement any easier0531-07-2025
9Индия и США договорились начать переговоры по двустороннему торговому соглашению0025-02-2020
10Премьер Индии обсудил с главой Еврокомиссии развитие торговых связей0028-06-2022

Классификация: Международные. Схожих патентов: 0. Схожих новостей: 10. Тональность: 0. Информативность: 4.05. Источник: www.voadeewanews.com.