د ټرمپ د انتظامیې چارواکي د زیارت ورځې په سهار خبریالانو ته وویل: "زمونږ مقصد به دا وي چې هند ته د دفاعي سامان خرڅلاو زیات کړو او دا یقیني کړو چې هغوی د امریکایي ټېکالوجۍ استعمالولو ته ترجیح ورکړي."
واشنګټن —
د امریکا صدر ډانلډ ټرمپ د امریکا په وخت د زیارت یا پنجشنبې په مازدیګر/ماښام په وایټ هاوس کې د هند د وزیراعظم نرېندرا مودي کوربه دی. د امریکې انتظامي چارواکي وایي چې په دې لیدنه کې به ټرمپ د امریکا د دفاعي سامان او توانایۍ په خرڅلاو کې د اضافې کوښښ وکړي او په داسې حال کې به د واشنګټن او ډېلي ترمنځ د تعلقاتو د لا مضبوطولو هڅه وکړي چې په سیمه کې چین خپل طاقت باندې نازېږي.
د ټرمپ د انتظامیې چارواکي د زیارت ورځې په سهار خبریالانو ته وویل: "زمونږ مقصد به دا وي چې هند ته د دفاعي سامان خرڅلاو زیات کړو او دا یقیني کړو چې هغوی د امریکایي ټېکالوجۍ استعمالولو ته ترجیح ورکړي."
دغه چارواکي زیاته کړه: "صدر همدا راز دې ته توجو لري چې د امریکا توانایۍ یا انرجي د نړۍ نورو ملکونو ته برامد کړي او هند به د امریکا د قدرتي وسایلو د یو اهم درامد کوونکي هېواد په حیث ارجحیت ولري چې خپل اقتصاد پیاوړی کړي. دواړه مشران به په دې خبرې وکړي چې مونږ څنګه کولای شو خپل ترمنځ تجارتي تعلقات داسې بهتره کړو چې زمونږ دوه اړخیز تجارتي کسر راښکته کړي او د یوې منصفانه تجارتي رابطې توسعه یقیني کړي."
کله چې د دغه چارواکي نه نېغ په نېغه د هند د دې غټې فکرمندۍ په باب وپوښتل شول چې هسې نه د ټرمپ لخوا د تعرفو لګولو په لړ کې هند هم د دغو اقداماتو ښکار شي، نو یو بل انتظامي چارواکي چې نوم یې په رپوټ کې ندی راغلی، ځواب ورکړ، "هغه څه چې تاسو به یې د نن ورځې د ملاقات د نتیجې په توګه وګورئ، د یو مضبوط، منصفانه – او زه په منصفانه لفظ ټینګار کوم – زمونږ دوه و پرتحرکه او مترقي اقتصادونو ترمنځ د دوه اړخیز تجارتي انتظام په طرف په لا تېز رفتار سره نږدې کېدل دي. او امید به دا وي چې په همدې ۲۰۲۵ کال کې دغسې یوه لوظنامه پرځای کړی شو."
همدا راز دغو چارواکو اشاره وکړه چې د سیمي-کانډکټرز، اهمو منرالونو، سپلائی چېن، او تنوع راوستلو په برخو کې به دواړه مشران څه اعلانونه وکړي.
د هند وزیراعظم نریندر مودي پخپل اېکس پلېټفارم باندې وویل چې هغه د امریکا د صدر ډانلډ ټرمپ لیدو ته سترګې په لاره دی او په دې تمه دی چې د امریکا-هند جامع عالمي شراکتداري نوره هم پراخه کړي. نریندرا مودي لیکلي: "زمونږ اولسونه به زمونږ د خلکو د مفاد او زمونږ د سیارې د یوې بهتره آیندې دپاره، یو دبل سره نږدې همکاري جاري وساتي."
څېړونکي وایي چې په دغو خبرو اترو کې به د چین موضوع هم ډېره اهمه وي. وایټ هاوس ویلي چې دواړه مشران به د امریکې، هند، اسټرېلیا، او جاپان په شمول د کواډ ډلې په پراخولو هم خبرې وکړي.
| # | Наименование новости | Тональность | Информативность | Дата публикации |
|---|---|---|---|---|
| 1 | Нуланд заявила, что США и ЕС стремятся к укреплению отношений с Индией в сфере обороны | 0 | 0 | 22-03-2022 |
| 2 | هند او یورپي اتحاد ژمنه کړې د ازاد تجارت تړون به پياوړی کوي او اړیکې به زیاتوي | 0 | 4.05 | 01-03-2025 |
| 3 | Трамп: США хотят сокращать ядерные вооружения вместе с Россией и Китаем | 0 | 0 | 25-08-2025 |
| 4 | Трамп: США нужно больше танков и кораблей, а не "футболок с кроссовками" | 0 | 0 | 26-05-2025 |
| 5 | США намерены наращивать поставки оружия поддерживающим Киев союзникам по НАТО | 0 | 0 | 26-08-2025 |
| 6 | Госдеп отказался уточнить, стремятся ли США к смене власти в Иране | 0 | 0 | 17-06-2025 |
| 7 | Помпео напомнил о военной мощи США на случай провала попыток договориться с Ираном | 0 | 0 | 22-09-2019 |
| 8 | If Iran strikes, US response will be ‘100 times harder’ — Trump | 0 | 12.31 | 14-08-2026 |
| 9 | Трамп заявил, что США пытаются предотвратить появление ядерного оружия у Ирана | 0 | 0 | 01-06-2019 |